نامعلومو وسلهوالو پرون د هلمند په مرکز لښکرګاه کې یو قومي مشر وواژه.
د هلمند د ولایتي شورا رئیس عطاءالله افغان د دې پېښې په اړه ازادي راډیو ته وویل، د حاجي غلام جان په نوم دغه قومي مشر تېر ماښام په لښګرګاه ښار کې د نهر سراج هډې ته څېرمه وژل شوی دی.
د ځايي چارواکو د معلوماتو پر اساس قومي مشر غلام جان یوه موده د سنګین ولسوالۍ د ټولنیزي شورا غړی او د سیمهییزو پولیسو قوماندان وو.
د دې برید مسؤلیت تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې نهدی منلی.