سلګونه اویغورانو پرون په انقره او استانبول ښارونو کې ترکیې ته د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د سفر په اعتراض کې لاریون وکړ او په شینجین سیمه کې یې د بشري حقونو د سرغړونو په وړاندې له ترکیې د کلک دریځ غوښتنه وکړه.
شاوخوا زر تنه اویغوران د استانبول په بیازیت میدان کې راټول شول او "دیکتاتور چین"، "د اویغورانو ټولوژنه ودروه" شعارونهیې ورکړل.
ځینو مظاهرهچیانو د خپلو بېدرکه شویو عزیرانو عکسونه په لاسونو کې نیولي وو او ویلیې چې دا کسان غالباً د چین په کمپونو کې ساتل کېږي. ځینو نورو د ختیځ ترکستان شنه او سپین بیرغونه رپول.
د ترکیې د حکومت د اپوزېسیون ځینو محصلانو او د پارلمان غړي هم په داسې حال کې له لاریونوالو سره یوځای شول چې وانګ يي د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو او ولسمشر رجب طیب اردوغان سره لیدل.