د خوست د شمل خوړ په مسیر کې یو استنادي دیوال جوړ شو

د خوست د شمل خوړ په مسیر کې یو استنادي دیوال جوړ شو چې د دې استنادي دیوال د ډېرو کورونو، سړک او کرنیزو ځمکو د تخریب مخه ونیوله.

د خوست چارواکي وايي، د دې خوړ په اوږدو کې د شمل لوی پُل چې په ډېر لوړ قیمت جوړ شوی، هغه هم د سیلابونو په موسم کې د له منځه تللو له ګواښ سره مخامخ وو چې اوس د دې استنادي دیوال په جوړېدو يې ساتنه وشوه.

د پنجشنبې په ورځ د لټکو د خان کلي په سیمه کې چې د یاد استنادي دیوال پرانېسته په کې وشوه، خوست والي تورن جنرال مهمند کټوازي ازادي راډیو ته وویل: "یو استنادي دیوال چې ۱۱۵ متره طول لري، دې استنادي دیوال خان کلی، دا لاره او کورونه د تجریب له خطره ژغورلې ده، پخوا به دریاب د کلي نږدې راتلو، د کلي خلک يې تهدیدول، زراعت يې له منځه وړو او غټ پُل يې هم د تخریب سره مخامخ کړی وو، نو د دې استنادي دیوال په جوړېدو سره ټول مشکلات له منځه تللي دي."

د لټکو د خان کلي استنادي دیوال ته سیمه وال هم خوښ دي او وايي، پخوا به چې کله سیلابونه راغلل، نو دوی مجبور وو، چې په فرعي لارو ښار ته ولاړ شي.