روسیې ته د تاجک محصلینو ستنېدل ځنډېدلي

د تاجکستان او روسیې ګډ بیرغونه

د روسیې د پوهنې وزارت وایي، دغه هېواد ته یې د تاجکي محصلانو بېرته ورتګ د کرونا وبا له کبله ځنډولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د نورو هېوادونو محصلانو ته اجازه ورکول کېږي چې روسیې ته ولاړ شي.

د چارواکو په خبره تر اوسه معلومه نه ده چې روسیه به څه وخت د تاجکستان محصلانو ته د ورتګ اجازه ورکړي.

روسیې تېره شنبه د ۲۵ هغو هېوادونو نوملړ خپور کړ چې محصلان یې ورتللی شي.

سره له دې چې د چارواکو په وینا له جنورۍ راهیسې تاجکستان کې د کرونا پېښې نه دي ثبت شوي، خو روسیې تاجکستان دغه نوملړ کې نه دی شامل کړی.