ارزګان کې د سلګونه کيلوګرامه بنګو د خرڅولو مخه ونيول شوه

ارشیف، افغانستان کې نیول شوي نشه‌یي مواد

د ارزګان پولیسو د سلګونه کيلوګرامه بنګو د خرڅولو مخه ونيوله.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پوليسو د حمل مياشتې پر څلورمه نېټه د ترينکوټ ښار په منار چوک کې د موټرو د تلاشۍ پر مهال ۱،۳۱۶ کيلوګرامه بنګ له يوه موټر څخه ترلاسه کړل او موټر چلوونکی يې هم ونيو.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معينيت د رسنیو دفتر ازادي راډيو ته وويل، په پام کې وه چې دا بنګ ترينکوټ ښار ته قاچاق او بيا پر بزګرو باندې وپلورل شي.