د کابل ښاریانو شور او زوږ؛ مرنجان تپه کې د کاغذي ګوډۍ الوزولو جشنواره ترسره شوه

آرشیف، د کابل ښار په لوړو کې یو شمېر ماشومان کاغذي ګوډۍ الوزوي

د کابل ښاریانو شور او زوږ. د کاغذي ګوډۍ الوزولو جشنواره نن پنجشنبه (د وري ۵مه) د کابل ښار پر مرنجان غونډۍ ترسره شوه. د کابل ځینې ښاریان نوی کال د دغه ښار د مرنجان پر غونډۍ نمانځي.

۲۲کلن شاه احمد چې د سپین او ابي رنګ د څلورو پارچو کاغذي ګوډۍ په الوزولو بوخت دی وايي: "دا زموږ لپاره ډېره ښه ورځ ده چې کاغذي ګوډۍ په کې الوزوو. موږ د خوښۍ احساس کوو، د خوښۍ ځای دی د سولې فضا کې ګوډۍ الوزوو."

د غونډۍ بله څنډه کې ۱۶ کلن محمد زید ابراهیمي چې پنځه پارچه‎ ییزه کاغذي ګوډۍ ورسره ده او د تار څرخه یې د ملګري په لاس کې ده وايي، د دې جشنوارې په جوړېدو ډېر خوښ دی.

ابراهیمي زیاته کړه: "موږ د خپلو خلکو په منځ کې ډېر خوښ یو، ټول خلک کاغذي ګوډۍ هوا ته الوزوي، ټول په دې کار بوخت دي. ما هم ګوډۍ پورته کړه او ساعت مې تېر شو."

آرشیف، په کابل کې د ګوډیو دکان

دغه جشنواره د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا جوړه شوې ده.

د دغه وزارت د جشنوارو د جوړولو مدیر نصیر احمد حیدري ازادي راډیو ته وویل، غواړي ورته جشنوارې په ولایتونو کې هم جوړې کړي: "هرکال د نوروز جشن جوړیږي، د کاغذي ګوډیو جشنواره په رسمي توګه نه جوړیږي، خو سږ د دغه وزارت د فرهنګ د ریاست په نوښت دغه جشنواره د سولې او ابادۍ په خاطر د نوروز د جشن برخه وګڼل شوه چې خلکو ته د سولې او ملي یووالي پیغام ورسوي."

د کاغذي ګوډیو الوزول چې په خلکو کې په ګوډي پران بازۍ شهرت لري، د سپرلي په موسم کې د خلکو لرغوني لوبه او ساعت تیري ده.

خلک د کاغذي پارچې، د نۍ په ډکو کې په منظمه توګه جوړوي او د ځانګړي تار په ذریعه يې هوا ته الوزوي.

که څه هم مخکې له دې کاغذي ګوډیو ساده بڼه لرله، خو اوس په بېلابېلو ډولونو لکه د ښامار، انسان، هندسي، مرغانو، مارانو او داسې نورو بڼو جوړوي.

د شمس تبریزي په دیوان کې د مولانا په څېرد شاعرانو په کلام کې د ګوډۍ الوزولو ذکر شوی چې د دې لوبې د لرغونتوب حکایت کوي.

لیکوال او تاریخ پوه ګل احمد نظري اریانا وايي، انسانانو له پخوا راهیسې له الوتو سره مینه لرله، همدا لامل شو چې چین کې د کاغذ له احتراع وروسته، خلکو کاغذي ګوډۍ جوړې کړې.

آرشیف

د ده په خبره، افغانستان کې کاغذي ګوډۍ هغه مهال دود شوې چې کاغذ او ماشینونه یې وارد کړل.

اریانا زیاته کړه: "هغه تار په کې کاریږي چې شیشه پرې وهل شوي وي کله چې مسابقه پیل شي، څوک چې مهارت لري هڅه کوي، خپل تار د مقابل لوري پر تار راولي او په یوه کش سره د هغه تار پرې او ګوډۍ یې ازاده کړي، دی ځان ګټونکی ګڼي، خوښي کوي پلویان یې هم خوښېږي. ځینې ځوانان او ماشومان بیا غواړي ازاده شوې ګوډۍ ونیسي چې دا بیا بله خوښي ده. دا لوبه کې مسابقه ده نو یو ورزش هم دی."

د اریانا په خبره دا لوبې باید په پراخو ساحو او میدانونو کې ترسره شي، ځکه د ګڼې ګوڼې ځایونو، کورونو او داسې نورو ځایو کې د برېښنا د مزیو د شلولو خطر رامنځته کوي.

دغه لوبه کابل ولایت کې د خلکو د ساعت تیرۍ ترڅنګ، د کاغذي ګوډیو جوړونکي لپاره یوه ښه عایداتي منبع هم ده.