د ارزګان چارواکي ادعا کوي چې په چنارتو ولسوالۍ کې طالبانو د سلام مخابراتي شبکې یوازنۍ پایه په بمونو الوځولې ده.
په دغه ولایت کې د اترا مسؤل جاوېد خپلواک نن ازادي راډيو ته وویل چې دا پېښه تېره شپه د دولت تر ولکې لاندي سیمه کې شوې ده.
ښاغلی خپلواک وايي: "دا یوازنی سایټ و د سلام چې په ولسوالۍ کې یې فعالیت درلود، دې سایټ دغلته ۲۴ ساعته خدمات وړاندې کول، اوس په چنارتو ولسوالۍ کې هېڅ ډول مخابراتي خدمات نهلرو، دا سایټ ۱۳۹۱ کال کې جوړ شوی و، جالبه دا ده چې امنیتي ساحې ته ډېر نږدې و."
وسلهوالو طالبانو که څه هم تر اوسه پورې په دې اړه څه نهدي ویلي، خو له دې وړاندې یې د اعلامیې په خپرولو سره سلام مخابراتي شبکه له خپل لوري په تور لېست کې اچولې او خپلو جنګیالیو تهیې امر کړی چې د سلام مخابراتي شبکې پایې لهمنځه یوسي.
د اترا ادارې د معلوماتو له مخې د ارزګان شاوخوا ۶۰ سلنه خلک له تېرو پنځو کلونو راهیسې له مخابراتي خدمتونو بېبرخې دي.