د بلاروس د اپوزېسیون مشرې سویتلانا تیخانوفسکایا د خپل هېواد له وګړو غوښتنه وکړه چې نن د الکساندر لوکاشینکا پر ضد نوې مظاهرې پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د بلاروس وګړي د بلاروس د خلکو جمهوریت د لنډمهاله دورې ۱۰۳مه کلیزه لمانځي.
تیخانوفسکایا له خلکو وغوښتل چې د (ازادۍ د ورځې) په نوم له مناسبت څخه په استفاده په پلازمېنه مېنسک او نورو ښارونو کې د زورواکي لوکاشینکا پر ضد په مظاهرو راووځي.
هغې پرون په ټویټر کې له خپلو خلکو وغوښتل چې په بلاروس کې د سیاسي بحران په وړاندې خپل اتحاد څرګند کړي.
وروسته له هغې چې الکساندر لوکاشینکا ځان د اګسټ میاشتې د نهمې د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړ، د اپوزېسیون تر فشار لاندې دی.
د اپوزېسیون ملاتړي وايي، د دغو ټاکنو اصلي ګټونکې د اپوزېسیون کاندیده سویتلانا تیخانوفسکایا ده.