د ننګرهار والي ادعا کوي چې پر کابل پوهنتون د ډلهییز برید اصلي طراح د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو لهخوا په اچین ولسوالۍ کې ونیول شو.
ضیاءالحق امرخېل نن ازادي راډيو ته وویل چې د حضرت علي په نوم دغه مشکوک کس له دوو ملګرو سره نیول شوی او دا مهال تر پوښتنو او ګروېږنو لاندې دی.
ښاغل امرخېل زیاتوي: "د ملي امنیت ځواکونو د ننګرهار د اچین ولسوالۍ د شنې لکړې په سیمه کې هغه کس نیولی دی چې حضرت علي نومېږي او په ابو سعید اعظم باندې مشهور دی، پر ده باندې اتهام دا دی چې د کابل پوهنتون د برید له طراحانو شمېرل کېږي."
د ننګرهار والي وايي نیول شوي کس حضرت علي، پر کابل پوهنتون په ډلهییز برید کې لاس درلود، د دې ترڅنګیې په عراق، سوریه او بلجیم کې د داعش ډلې له مشرانو او غړو سره اړیکې درلودې او دغې افراطي ډلې تهیې تبلیغات کول.
د ۱۳۹۹ لمریز کال د لړم/ عقرب میاشتې پر ۱۲مه پر کابل پوهنتون په وسلهوال برید کې نږدې ۲۰ کسان ووژل شول او تر ۴۰ زیات نور ټپیان شول.
په وژل شویو او ټپیانو کې د محصلانو ترڅنګ د پوهنتون کارکوونکي هم شامل وو.
که څه هم د هغې حملې مسؤلیت داعش ډلې منلی و، خو حکومت هغه برید د وسلهوالو طالبانو کار بللی و، طالبانو دا تور رد کړی دی.