د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره اوچا وایي، د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د جګړو او نا امنیو له امله ۴۹ زره کسان له خپلو اصلي مېنو بېځایه شوي دي.
اوچا پرون چهارشنبه په یوه ټویټ کې لیکلي، په هېواد کې دننه ډېری دغه بېځایه شوي تر اوسه په کډوالۍ کې ژوند تېروي او د جګړو د دوام او بېوزلۍ له امله بېرته خپلو اصلي مېنو ته نهشي ستنېدلی.
د اوچا په وینا د دغو بېځایه شویو لویه برخه په سلو کې ۵۹یې له ۱۸ کلونو کم عمره ماشومان دي.
په عین حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې دیبورا لاینز وړمه ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته چې د افغانستان پر وضعیت خبرو ته ځانګړې شوې وه، په دې هېواد کې د شخړو د کمېدو او د بشري مرستو د زیاتېدو ترڅنګ غوښتنه وکړه چې د مرستو رسولو مهمو غیر دولتي مؤسسو ته دې اجازه ورکړل شي چې خپل فعالیتونه مخ ته یوسي.