کندهار چارواکي: طالبانو ارغنداب کې یو پُل ویجاړ کړی

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د کندهار امنیتي چارواکي وایي، وسله والو طالبانو د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې یو پُل په موټر بم حمله کې ویجاړ کړی دی.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي رادیو ته وویل چې وسله والو طالبانو نن چهارشنبه (د وري ۴مه) غرمه مهال د مزدا موټر بم په وسیله د ارغنداب ولسوالۍ د سرکاري باغ په سیمه کې یو پُل تخریب کړی دی.

د بارکزي په وینا په پېښه کې چاته ځاني زیان نه دی رسیدلی.

د یادولو وړ ده چې دغه پُل به د ارغنداب ولسوالۍ شوین، بابر او نور کلي د کندهار ښار سره وصل کاوه.

څو میاشتي مخکې په ارغنداب ولسوالۍ کې یو بل پُل هم په ورته توګه په موټر بم حمله کې تخریب شوی و.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.