بایډن د اروپايي اتحادیې د مشرانو ویډیويي غونډه کې ګډون کوي 

د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن سبا (پنجشنبه) د اروپايي اتحادیې د مشرانو په ویډیويي کنفرانس کې ګډون کوي.

دا له ۲۰۰۹ میلادي کال را په دې خوا لومړی ځل دی چې د امریکا ولسمشر د دې اتحادیې په سرمشریزه کې برخه اخلي.

د اروپايي شورا رئيس شارل مېشل پرون سې شنبه (د وري ۳مه) وویل، د اروپايي شورا غونډه کې د جوبایډن هرکلي ته لېوال دی.

په همدې حال کې سپینې ماڼۍ ویلي چې د امریکا ولسمشرله اروپا سره د اړیکو ښه کېدو ته لېوالتیا لري.