د پاکستان پولیس وايي، افغانستان ته نژدې په چمن ښار کې د چاودنې له کبله ۳ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل دي.
دا چاودنه پرون سې شنبه (د وري ۳مه) ماسپښین وشوه.
د چمن د پولیسو مرستیال طارق مینګل وايي، بم په یوه موټرسایکل کې اېښودل شوی و او په ریموټ وچاودول شو.
د ده په وینا، د دې پېښې په قربانیانو کې یو ماشوم هم شامل دی.
د پاکستاني طالبانو تحریک د دې برید مسوولیت په غاړه اخېستی دی.