د اروپايي ټولنې یو چارواکی له ترکي وزیر سره پر افغان سولې غږیدلی

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ رئیس جوزېپ بورېل

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ رئیس جوزېپ بورېل د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولوت چاووش اوغلو سره د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبرې کړي.

په افغانستان کې اروپايي ټولنې پر خپله ټویټرپاڼه د دې دوو چارواکو د لیدنې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دوی د افغانستان د سولې د کنفرانس په اړه چې د ترکیې په کوربه توب جوړېږي بحث وکړ.

په ټویټ کې راغلي چې اروپايي ټولنه د ناټو د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې د ترټولو ډېرو سرتېرو په لرلو سره په افغانستان کې د سولې د ټینګښت غوښتونکې ده او په دې برخه کې به له افغانان سره ګډ کار وکړي.

د بورېل او چاووش اوغلو د خبرو اترو نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

ترکي چارواکو تایید کړې ده چې د را روان اپریل په لومړیو کې به د افغانستان د سولې د کنفرانس کوربه وي.

متحدایالاتو له ترکیې غوښتي وو چې د لوړې کچې داسې یو کنفرانس جوړ کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي و چې په هېواد کې د سولې د ټینګښت په هدف د سیمه ییزو کنفرانسونو هرکلی کوي.