د بشري حقونو کمېسیون د سولې مذاکراتو کې د پراخ بنسټه بهیر ملاتړ کوي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د سولې په مذاکراتو کې د داسې یوه پراخ بنسټه بهیر ملاتړ کوي چې د بشري حقونو او د جګړې د زیانمنو کسانو درناوی په کې وشي.

دې کمېسیون پرون په یوه بیان کې د سولې بهیر کې یو شمېر مواردو ته د پاملرنې غوښتنه کړې.

د سولې په بهیر کې د ټولنې د بېلابېلو مذهبي او قومي ډلو ګډون، په دې بهیر کې د ښځو د لږ تر لږه دېرش سلنې او د جګړو د قربانیانو د استازو حضور له دې مواردو څخه دي.

په بیان کې راغلي دي چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په مذاکراتو کې له شاملو خواوو غواړي چې پر یادو شوېو مواردو په وا ضح ډول او د تعهد په اساس توافق وکړي.

په همدې حال کې په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما پر خپل ټویټرپاڼه له طالبانو سره د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوي له غړې حبیبې سرابي سره د یوناما د مرستیال مشر میت نیودسن د لیدنې خبر ورکړی.

یوناما وايي چې په دې لیدنه کې د سولې د پیاوړي کولو لپاره د فرصتونو او د ښځو، ځوانانو، لږکیو او د جګړې د قربانیانو د ګډون په اړه بحث وشو.