اشرف غني په نیمروز کې د کمال خان بند رسماً پرانیست

د کمال خان بند

کمال خان بند نن د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا رسماً ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.

د پرانېستې مراسمو کې افغان ولسمشر، د کابینې غړيو، د ملي شورا استازيو او خلکو ګډون کړی وو.

د اوبو د تنظيم د ادارې وياند نظام الدين خپلواک وايي، کمال خان بند د ۹ مېګا واټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.

د نوموړي په خبره دغه بند ۱۷۴ زره هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبوي او د ۵۲ میلیونه مټر مکعبه اوبو د سپما وړتیا لري.

د اوبو د تنظيم ادارې د معلوماتو پر بنسټ، د دې بند په ګټې اخېستنې سره به زرګونه خلکو ته د کار زمینه برابره شوې ده.