د روسیې د اپوزیسیون د مشر الکسي ناوالنۍ پلویان هڅه کوي د کریملین پرضد یوځل بیا پراخ اعتراضونه پیل کړي. دا د ناوالنۍ د خوشې کولو لپاره د هڅو یوه نوې لړۍ بلل شوې.
په هغه بیان کې چې پرون د مارچ په ۲۳ مه د ناوالنۍ پر رسمي وېبپاڼه خپره شوه ویل شوي، وروسته له دې چې لږ تر لږه پنځه لکه کسان په دې اعتراضونو کې ګډون ته لېوالتیا وښيي د مظاهرو نېټه او ځای به اعلان شي.
د ناوالنۍ پلویانو همدا راز د هغو خلکو د نومونو ثبتولو لپاره چې غواړي په دې مظاهره کې ګډون وکړي یوه ځانګړې وېبپاڼه هم جوړه کړې ده.
د ناوالنۍ ملګرو د کریملین د دې سرسخته منتقد له نیول کېدو راهیسې د جنوري په ۲۳ مه او ۳۱ مه دوه لوی لاریونونه تنظیم کړي دي چې په ترڅ کې یې د پولیسو او مظاهره چیانو ترمنځ اخ و ډب پېښ شو او لسګونه زره کسان ونیول شول.
ناوالنۍ د جنوري په اولسمه نېټه له برلینه د راستنېدو پر مهال د مسکو په هوايي ډګر کې ونیول شو.
نوموړی وروسته له دې چې مسموم شو د علاج لپاره جرمني ته ولاړ.
جرمني چارواکو تایید کړه چې ناوالنۍ د نوویچوک په نوم په زهري موادو مسموم شوی دی خو کریملین دا ادعا رد کړې ده.