د افغانستان یو شمېر مدني فعالانو، فرهنګیانو او خبریالانو په تویټر کې د یوه کمپاین له لارې د عبدالرؤف په نوم د هغه ۹ کلن هلک د خوشې کېدو غوښتنه وکړه چې له څو میاشتو راهیسې د تښتوونکو په منګولو کې دی.
نوموړی چې ښوونځي ته د تلو پر مهال له مزار شریف څخه نامعلومو وسلهوالو تښتولی، د خوشې کېدو په بدل کې یې له کورنۍ د نږدې دوو ملیون ډالرو غوښتنه شوې ده.
د دغه کمپاین تنظیموونکو په ټویټر کې "عبدالرؤف کورته راولئ" په نوم یو هشتګ جوړ کړی دی.
د مدني ټولنې فعالانو پر حکومت انتقاد کړی چې تر اوسه نهدی توانېدلی چې دغه ماشوم بېرته خپلې کورنۍ ته وروګرځوي.