پر افغان دولت او نړیوالو شریکانو یې د بشري حقونو د سازمان نیوکه

ارشیف

د بشري حقونو د څار سازمان هیومن رایټس واچ وایي، د افغانستان دولت او نړیوال شریکان یې په دې کې پاتې راغلي چې د سولې په ټولو پروسو کې د افغان ښځو بشپړ ګډون یقیني کړي.

د بشري حقونو دغې نیویارک مېشتې ډلې پرون په خپله وېب پاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې د ښځو، سولې او امنیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ م پریکړه لیک له مخې په هغه غونډه چې ټاکل شوې په اپریل میاشت کې د افغانانو ترمنځ وشي، دې ته اړتیا ده چې ښځې په کې پراخ ګډون وکړي.

د بشري حقونو د څار سازمان د مارچ په اتلسمه د روسیې په کوربه توب د مسکو غونډې ته په اشارې ویلي چې دې غونډه کې د افغانستان د دولت په ۱۲ کسیز پلاوي کې یوه ښځه وه. د طالبانو د لس کسیز پلاوي ټول غړي سړیان وو.

ټاکل شوې ترکیه په اپریل میاشت کې د افغان سولې د یوه غونډې کوربنه وي.