د کمال خان بند د جوړولو چارې بشپړې شوې سبا پرانیستل کېږي

د کمال خان بند

ټاکل شوې چې سبا په نمیروز کې د کمال خان بند رسماً پرانیستل شي.

د افغانستان د اوبو د تنظیم د چارو د ملي ادارې ویاند نظام‌الدین خپلواک نن ازادي راډیو ته وویل چې د دغه بند د پرانیستلو په ځانګړو مراسمو کې به د افغانستان ولسمشر اشرف غني او یو شمېر نور چارواکي او د سیمې اوسېدونکي ګډون وکړي.

د خپلواک په خبره دغه بند چې د ۵۲ ملیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو او د ۹ مېګا واټه برېښنا د تولید ظرفیت لري، ۱۷۴ زره هکټاره ځمکه خړوبوي.

ښاغلي خپلواک د دغه بند د اهمیت په اړه ازادي راډیو ته وویل: "دغه بند چې کله ګټې اخیستنې ته وسپارل شي له هغه نه وروسته به عملاً د نیمروز هغه خړې دښتې چې کلونه کلونه شاړې پرتې وې، هغه ټولې دښتې به زرغونېږي او هلته به د ژوند زمینه د بیا ځل لپاره برابرېږي."

د چارواکو په وینا د کمال خان بند به چې د زرنج ښار په ۹۵ کیلومترۍ کې دی او د لومړي ځل لپاره‌یې د جوړولو چارې نږدې ۵۵ کاله مخکې پیل شوې وې، په زرګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړي.