هند د افغان سولې په بهیر کې مرسته کول غواړي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، محمد حنیف اتمر له خپل هندي سیال، ښاغلي ډاکټر اېس. جي شنکر سره

هند غواړي چې د افغان سولې په بهیر کې مرسته وکړي. د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جي شنکر پرون په نوي ډیلي کې د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر سره د لیدو پر مهال دا ژمنه وکړه.

د دې لیدنې کتنې په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې د ښاغلي شنکر په وینا راغلي دي چې نوي ډیلي به په افغانستان کې د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع په پیاوړي کولو کې همکاري وکړي او د افغانستان د سولې لپاره په سیمه ییزو غونډو کې ګډون ته چمتو دی.

تمه ده چې د اپریل په لومړیو کې د ترکیې په استانبول کې د افغانستان د سولې لپاره غونډه وشي.