د امریکا د متحد ایالاتونو د کولرادو په بولډر ښار کې د ډزو پرمهال د یوه پولیس افسر په ګډون لږ تر لږه لس تنه وژل شوي دي.
د بولډر ښار څارنوال مایکل دوریټي وویل، د مارچ د ۲۲مې نېټې مشکوک برید کوونکی په توقیف کې دی او د هغه د ټپونو درمنله روانه ده.
د پولیسو مشر ماریس هیرولډ وویل، وژل شوی پولیس افسر یو پنځوس کلن ایریک تیلي دی.
په یوټیوپ کې د سیمې خبریالانو یوه ویډیو خپره کړې ده چې په کې په سوپرمارکیټ او د موټرو په پارکېنګ کې جسدونه ښکاري.
د پولیسو مشر هیرولډ خبري کنفرانس ته وویل چې دا پېښه پیچلیو تحقیقاتو ته ضرورت لري چې لږ تر لږه پنځه ورځې وخت غواړي چې علت یې روښانه شي.