'د افغانستان ملګري' ډله: افغانستان کې دې هدفي وژنې ژر ودریږي

ارشیف

د افغانستان د ملګرو په نوم د ۳۵ هېوادونو له استازو جوړې یوې ډلې افغانستان کې د روان تاوتریخوالي او هدفي وژنو د ژر تر ژره درولو غوښتنه کړې ده.

د دغې ډلې د اندېښنو او سپارښتنو راپور په ملګروملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ د مارچ په ۱۲مه پر خپله وېبپاڼه خپور کړی دی.

په راپور کې راغلي، د طالبانو، حقاني شبکې، داعش او نورو وسله والو ډلو له خوا د تاوتریخوالي او هدفي وژنو دوام د سولې هڅې تر سیوري لاندې راوستلي، د بیان ازادي یې اغېزمنه کړې او اړمنو کسانو ته یې د مرستو رسولو پورګرامونو اغیزمن کړي دي.

دوی د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي چې تاوتریخوالی کم کړي او یوه سیاسي جوړجاړي ته حاضر شي.

له دې وړاندې د بشري حقونو بېلابېلو نورو ډلو هم د جګړې د کمولو ورته غوښتنې کړې، خو تر اوسه هم افغانستان کې د جګړې لیکې د پخوا په شان تودې دي.

طالبان وایي، دوی له خپله اړخه تاوتریخوالی کم کړی، خو دولت بیا د طالبانو دا ادعا نه مني.