کورنیو چارو وزارت: بهسودو کې د پيلوټانو او نورو سرتیرو د وژنې غچ اخلو

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر وایي، د میدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ کې به له هغو کسانو سره قانوني حساب کتاب کوي چې د ملي اردو څرخي الوتکه یې نسکوره کړې ده.

حیات الله حیات پرون دوشنبه (د وري ۲مه) د پولیسو د ځانګړو قطعاتو د لیدو پر مهال وویل، ځواکونه به یې د پېښې له عاملینو د پيلوټانو او نورو سرتیرو د وژنې غچ اخلي: "د بهسودو په ولسوالۍ کې یوه واقعه وشوله چې زموږ ځینې شازلمیان په کې شهیدان شول او هليکوپټر سقوط وکړ، غواړم ډاډ درکړم چې د عليپور او د ده د کسانو له خوا چې دا کار شوی دی، هغوی به د خپلو کړنو او اعمالو په سزا باندې رسوو د قانون په چوکاټ کې."

د غیر مسوله وسله والو د قوماندان عبدالغني علیپور کسانو تېره اوونۍ دا هليکوپټره رانسکوره کړه چې ۴ عمله او ۵ د ملي اردو سرتیري په کې ووژل شول.

له پېښې وروسته دفاع وزارت د دغو وسله والو پرضد عملیات پيل کړي او پرون یې د هغو وسلو او مهماتو تصویرونه خپاره کړل چې په وینا یې دې عملیاتو کې نیول شوي دي.