د تښتول شوي 'عبدالروف' د ربړونې نوی غږ دده کورنۍ ته رسیدلی

ارشیف،

په بلخ کې د تښتول شوي نهه کلن ماشوم د شکنجې او ربړونې نوی غږ د هغه کورنۍ ته رسیدلی دی.

په دغه غږیز کلیپ کې چې ازادي راډیو ته هم را رسیدلی د ماشوم د وهلو، چیغو او هغه ته د برېښنایي ټکانونو غږونه اورېدل کېږي.

د عبدالروف په نوم دا ماشوم له خپله پلاره غواړي چې د انسان تښتونکو له منګولو یې وژغوري.

د عبدالروف پلار یو ځل بیا له حکومته وغوښتل چې د زوی د ژغورلو لپاره یې لاس په کار شي.

دا ماشوم څه باندې درې میاشتې مخکې له مزارشریف څخه وتښتول شو، د ولسمشر په ګډون یې بېلابېلو چارواکو د خوشې کېدو ژمنې کړي، خو لا یې څرک نه دی لګیدلی.