د مسکو یوې محکمې د پوځي تحقیقاتو د مرکزي ادارې ضد د ناوالنۍ دعوه رد کړه

د روسیې د اپوزېسیون مشر الکسي ناوالنۍ

د مسکو یوې پوځي محکمې د روسیې د اپوزېسیون د مشر الکسي ناوالنۍ له‌خوا د پوځي تحقیقاتو د مرکزي ادارې پر ضد هغه دعوه رد کړې ده چې وايي دې ادارې په زهري موادو د ده د مسمومولو د قضیې له څېړنې ډډه کړې.

د دې محکمې قاضي اندرې تالکاچینکو نن د مارچ په ۲۲مه نېټه حکم وکړ چې د ناوالنۍ د ادعا په اړه د تحقیقاتو د نه‌پیلولو پرېکړه قانوني وه. په حکم کې ویل شوي دي چې د ناوالنۍ حقوقي دعوه په غور نه‌ارزېدله.

مدافع وکیل ویاچیسلاو ګیمادي چې په محکمه کې یې د ناوالنۍ استازیتوب کاوه وویل چې د دې حکم پر وړاندې به د استېناف غوښتنه وکړي.

ناوالنۍ د علاج لپاره په جرمني کې د څه وخت له تېرولو وروسته د جنوري په ۱۷مه مسکو ته له راستنېدو سره سم ونیول شو او په بند محکوم شو.

د هغه د درې نیم کاله بند موده وروسته دوه نیمو کلونو ته راکمه شوه.