صالح: بهسودو کې د الوتکې نسکورېدل څرګند جنایت دی، عاملان‌یې باید مجازات شي

د افغانستان جمهور رئیس لومړی مرستیال امرالله صالح

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، د میدان وردګ ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د الوتکې د نسکورېدو پېښه یو څرګند جنایت وباله.

ښاغلي صالح نن په خپله رسمي فېس‌بوک پاڼه لیکلي، په بهسودو ولسوالۍ کې د پېښې په شپه د هېچا پر ضد پوځي عملیات نه‌وو پلان شوي.

دغه الوتکه د چهارشنبې او پنجشنبې ترمنځ شپه کې په بهسودو ولسوالۍ کې نسکوره شوه.

امرالله صالح په پېښه کې د څلورو پیلوټانو او د ځانګړو ځواکونو د پنځو غړو وژل کېدل یو څرګند جنایت وباله او د عاملانو د مجازاتو غوښتنه‌یې وکړه.

په بهسودو کې د وسله‌والو د قوماندان عبدالغني علیپور پلویانو ویلي چې دغه الوتکه ښايي د دوی له‌خوا نسکوره شوې وي.

تر دې پېښې وروسته دفاع وزارت د علیپور د وسله‌والو پر ضد پوځي عملیات پیل کړل چې دغو وسله‌والو ته د مرګ‌ژوبلې اوښتو خبرونه هم ورکړل شوي دي.