د کمال خان بند د پرانیستې مراسم وځنډېدل

د کمال خان بند

په نیمروز کې د کمال خان بند د پرانیستې مراسم چې ټاکل شوې وه نن ترسره شي، دوه ورځې ځنډېدلي دي.

د نیمروز چارواکي وایي، دغه بند به د چهارشنبې په ورځ پرانیستل شي او په خبره‌یې ولسمشر محمد اشرف غني یې د پرانیستې مراسمو کې ګډون کوي.

د نیمروز د والي ویاند رحمت‌الله عمري ازادي راډیو سره خبرو کې د بند د ګټو په اړه وویل: "د دغه بند استنادي دېوال ۱۶ متره لوړوالی لري، دا بند ۲،۷۸۸ ملیون متر مکعبه اوبه زېرمه کوي، د دې ترڅنګ دا بند کولای شي چې ۹ مېګا واټه برېښنا هم تولید کړي."

کمال خان بند چې د نیمروز په چهار بورجک ولسوالۍ کې پروت دی لسګونه زره هکټاره شاړه ځمکه هم خړوبولی شي.