د لوګر امنیتي چارواکي وایي، دوی د ځایي خلکو په غوښتنه د څرخ ولسوالۍ ودانۍ له خپل اصلي ځای نه بل ځای ته لېږدولې ده.
د لوګر امنیه قوماندانۍ پرون یوه خبرپاڼه کې وویل، د ولسوالۍ پخوانۍ ودانۍ د پوهنې ریاست اړوند وه او اوس دوی د ولسوالۍ مرکز د "ډبر" سیمې ته انتقال کړ.
د لوګر ځایي رسنیو بیا ویلي، طالبانو پرون د څرخ ولسوالۍ مرکز ته نږدې له امنیتي ځواکونو سره سخته جګړه کړې ده.
امنیه قومانداني د جګړې خبره نهمني، خو وايي کله چې دوی د ولسوالۍ مرکز بل ځای ته انتقال کړ، طالبانو د پخواني مرکز ځیني پاته شوني وسوځول.
تندر قل اردو هم په یوه خبرپاڼه کې د ولسوالۍ د مرکز د انتقال خبره کړې، خو ویلي یې دي امنیتي ځواکونو دغلته له طالبانو سره جګړه کړې چې طالبانو ته مرګژوبله هم اوښتې.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد بیا ویلي، څرخ کې د امنیتي ځواکونو د هاوانونو په بریدونو کې ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې.