د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر لوید استین په نااعلان شوي سفر نن کابل ته ورسېد.
د جمهوري ریاست یوې سرچینې چې نهغواړي نومیې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، جنرال استین به له ولسمشر محمد اشرف غني سره هم پر ځینو موضوعاتو خبرې وکړي.
د امریکا دفاع وزیر تر دې مخکې په هندوستان کې و او هلتهیې له خپل هندي سیال سره د هند او امریکا ترمنځ د پوځي همکاریو پر دوام خبرې وکړې.
لوید استین په داسې حال کې کابل ته سفر کوي چې د طالبانو او واشنګټن د موافقې له مخې ټول امریکايي ځواکونه باید د مې میاشتې تر لومړیو له افغانستانه ووځي.
خو د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، ادارهیې تر نومبر میاشتې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر پاتې کېدو غور کوي.
طالبانو بیا ټینګار کړی چې په دوحه کې د لاسلیک شوې موافقې له مخې باید امریکايي ځواکونه له ټاکلي مهالوېش سره سم له افغانستانه ووځي.