ترکیې د سوریې په شمال کې د کرد ملېشه‌وو تر کنټرول لاندې سیمه بمبار کړه

ارشیف، سوریه کې د ترکيې له لوري له یوې بمبار شوې سیمې پورته شوي لوګي

ترکیې پرون ناوخته د سوریې د شمال پر هغه ساحه چې د کرد ملېشه‌وو په کنټرول کې ده، هوايي حملې پیل کړې.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې نن وویل، د ترکیې یوې جټ الوتکې د سوریې د عین عیسی سیمې په سیده کلي کې د ډیموکراتیکو ځواکونو پوځي سنګرونه ویشتلي دي.

د دې څارونکې ډلې په خبره دا د «سولې پسرلي تر عملیاتو» وروسته لومړۍ حمله ده.

ترکیې دغه پوځي عملیات د ۲۰۱۹م کال په اکټوبر میاشت کې د خپلو سوریايي متحدانو په همکارۍ د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو پر ضد د سوریې په شمال کې پیل کړي وو.

د ترکیې عملیات وروسته له هغې وځنډول شول چې ترکیې له امریکا او روسیې سره تر مذاکرو وروسته پر دوو موافقو سلا وکړه.

له دې سره ترکیې ته زمینه برابره شوه چې په سوریه کې دننه د «خوندي ساحې» په نوم شاوخوا ۱۲۰ کیلومتره ساحه په خپل کنټرول کې ولري، خو د سوریې عین عیسی سیمه لا هم د کرد ځواکونو په کنټرول کې پاتې وه.