د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست، په کونړ ولایت کې له انسان تښتوونکو د یوه سوداګر د خلاصون خبر ورکړ.
دغه ریاست نن په یوه اعلامیه کې ویلي، د عصمتالله په نوم دغه سوداګر ۱۵ ورځې مخکې په جلالاباد کې تر تښتونې وروسته د کونړ شیګل ولسوالۍ ته لېږدول شوی و.
دغه ریاست د عملیاتو په جریان کې د دوو انسان تښتوونکو د نیولو خبر هم ورکړی دی.
په هغه وېډیويي کلېپ کې چې ملي امنیت رسنیو ته لېږلی، خوشې شوی سوداګر عصمتالله وايي: "زما له کورنۍ څخهیې د ۳۰ لکه افغانیو غوښتنه کړې وه، د والي صاحب، په ځانګړي ډول د ملي امنیت ریاست د منسوبینو ډېر منندوی یم."
په وروستیو کې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د انسان تښتونې پېښې زیاتې شوې دي. تر ټولو خبر جوړوونکې پېښه په بلخ ولایت کې ۵ میاشتې مخکې د یوه ۹ کلن ماشوم تښتونه ده چې تر اوسه له انسان تښتوونکو نهدی خوشې شوی.
جمهور رئیس محمد اشرف غني ویلي وو، که دغه ماشوم خوشې نهشي، د بلخ ټول چارواکي به له دندو لیرې کړي.