جلال‌اباد کې دوه جلا چاودنې شوي

ارشیف، جلال‌اباد کې د یوې چاودنې په سیمه کې ولاړ پولیس

په جلال‌اباد کې نن دوو جلا چاودنو یو تن وواژه او یو تن ټپي کړ.

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر ازادي راډیو ته په رالېږل شویو معلوماتو کې ویلي چې نن سهار د جلال‌اباد ښار په دوهمه ناحیه کې چاودنه وشوه چې په‌کې د جلال‌اباد ښاروالۍ یو کارکوونکی ووژل شو.

په همدې مهال د جلال‌اباد ښار د څلورمې ناحیې په مربوطاتو کې هم چاودنه وشوه چې یو تن ملکي وګړی ټپي شو.

د دغو چاودنو مسؤلیت لا چا نه‌دی منلی.