ترکیه کې د ښځو په اړه د ولسمشر اردوغان وروستۍ پرېکړې غبرګونونه راوپارول

په زرګونه کسانو پرون په ترکیه کې مظاهره وکړه او د دې هېواد له ولسمشر رجب طیپ اردوغان څخه‌یې وغوښتل چې له تاوتریخوالي د ښځو د خوندیتوب لپاره د اروپایي ټولنې له کنوانسیون څخه د وتلو په اړه خپله پرېکړه بېرته واخلي.

ترکیه لومړنی هېواد و چې د اروپایي ټولنې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي او کورني تاوتریخوالي سره د مبارزې دغه کنوانسیون‌یې په ۲۰۱۱ کال په استانبول کې د وزیرانو د کمېټې په غونډه کې لاسلیک کړی و.

دغه مظاهرې په استانبول، انقره او ازمیر کې ترسره شوې.

د استانبول په مظاهرو کې یوه ګډونوال له ځان سره د هغو ښځو تصویرونه لېږدول چې په ترکیه کې وژل شوې دي.

له دغه کنوانسیون څخه د ترکیې وتل پر هغو ښځو یو ګوزار دی چې د ښځو د حقونو د پیاوړتیا لپاره مبارزه کوي.

اروپایي شورا دغه پرېکړه ورانوونکې بللې او د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هغه اروپا او په ټوله کې ترکي ښځو ته یو بد پیغام ورکوي او فرانسې ویلي چې د حقونو په برخه کې دغه په شا تګ د اندېښنې وړ دی.