د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیر د نوي لمریز کال په مناسبت د یوې اعلامیې په خپرولو د سوکاله افغانستان د جوړېدو لپاره د اروپایي ټولنې د همکارۍ د دوام ژمنه وکړه.
اندریس وان برانډ په دې اعلامیه کې د افغانستان سوله د ټولو په ګټه بللې او په دې لاره کې یې د یادې ټولنې د مرستې چمتووالی بیا تکرار کړی دی.
په دې اعلامیه کې چې تېر ماښام خپره شوه، عدالت ته د افغانستان د خلکو د لا ښه لاسرسي، د سوداګرۍ د ودې او نورو عامه خدمتونو په برخه کې د اروپایي ټولنې پر رول ټینګار شوی دی.
اعلامیې دا هم ویلي چې اروپایي ټولنه په افغانستان کې د ازادو رسنیو ملاتړ کوي.