د پکتیا د ولایتي شورا غړی سردار خان ملنګ‌زوی ووژل شو

د پکتیا د ولایتي شورا غړی سردار خان ملنګ‌زوی

د پکتیا د ولایتي شورا یو غړی سردار خان ملنګ‌زوی د نامعلومو وسله‌والو په برید کې وژل شوی.

د پکتیا د پولیسو ویاند محمد لعل امیري ازادي راډیو ته وویل چې پېښه تېر ماښام د ګردېز ښار د دوهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

ښاغلی امیري زیاتوي: ​"ماښام پاو باندې شپږ بجې د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ولایتي شورا غړی ملنګ‌زوی صاحب د نامعلومو وسله‌والو له‌خوا په ډزو ویشتل شوی چې په ډېره خواشینۍ سره ملنګ‌زوی صاحب ووژل شو او دوه ساتونکي یې ټپیان دي."

تر اوسه د دې برید مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

ولسمشر محمد اشرف غني په دې اړه په یوې اعلامیه کې پر یادې پېښې خواشیني ښودلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په پکتیا کې د هدفي وژنو لړۍ یو ځل بیا چټکه شوې او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ولایتي شورا د غړي په ګډون درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.