په پاکستان کې دوه تنه په اعدام محکوم شول

ارشیف، د پاکستان ستره محکمه

د پاکستان یوې محکمې دوه تنه پر یوې ښځې د جنسي تېري په تور په اعدام محکوم کړل.

دا ډله‌ییز جنسي تېری تېر کال په لاهور ښار کې د یوې لویې لارې په څنډو کې شوی وو چې پراخ ولسي غبرګون او د لا سختو قوانینو غږ یې راپورته کړ.

عابد ملهي او شفقت علي د ډله‌ییز جنسي تېري سربېره په انسان تښتونې او ترورېستي فعالیتونو هم تورن شوي دي.

د حکم له مخې دغه کسان باید د اعدام سزا تر پلي کېدو دمخه ۱۴ کلن بند هم تېر کړي. دا خبره څارنوال حافظ اصغر کړې ده.

پر دې ښځې هغه مهال جنسي تېری وشو چې د لویې لارې په څنډو کې یې موټر تېل خلاص کړي وو. د څارنوال په خبره عابد او شفقت هغه د موټر له‌منځه بهر راایستلې او د دوو ماشومانو په مخ کې یې تېری ورباندې وکړ.

دغو کسانو تر تښتېدو دمخه د یادې مېرمنې پیسې، زر او بانکي کارتونه هم له ځانه سره وړي دي.

د عابد او شفقت مدافع وکیلانو تر اوسه د دې حکم په اړه څه نه‌دي ویلي.

د پاکستان ولسمشر په ډسمبر کې یو نوی قانون تصویب کړ چې له مخې به‌یې ځانګړې محکمې د جنسي تېري قضیو په تړاو پرېکړو کې چټکوالی راولي.