طالبان: مسکو کې د عملیاتو د کمېدو طرحه وړاندیز شوې، نه د اوربند

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم

د طالبانو د قطر دفتر ویاند وایي، په مسکو غونډه کې دوی د عملیاتو د کمېدو طرحه وړاندیز کړې، نه د اوربند.

محمد نعیم ازادي راډیو ته وویل، د دوی طرحه کې ویل شوي چې د جګړې ټولې خواوې به عملیات کموي او دغه راز به د طالبانو او امریکا د دوحې د تړون ټولې مادې عملي کېږي.

ښاغلي نعیم په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل، خو د مسکو له غونډې با خبره دوو نورو سرچینو د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته ویلي، طالبانو د درېیو میاشتو لپاره د اوربند مشروطه موافقه کړې ده.

د دغو سرچینو په باور، طالبانو ویلي، که یې ۷ زره نور زندانیان ازادي شي او د مشرانو نومونه یې له تور لېسته ووځي، دوی به په ښارونو او د ولسوالیو پر مرکزونو د درې میاشتو په مخه بریدونه و دروي.