دفاع وزارت: میدان وردګو کې هليکوپټره د عليپور کسانو ویشتلې

قوماندان عليپور

د افغانستان دفاع وزارت وایي، څېړنو یې ښودلې چې د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د ملي اردو هليکوپټره د قوماندان عليپور کسانو ویشتلې ده.

دا خبره د دغه وزارت د ویاند مرستیال فواد امان ازادي راډیو ته وکړه او په خبره یې د پيښې په اړه د دوی څېړنې هم پای ته رسیدلي دي.

دا څرخي الوتکه د تېرې پنجشنبې په شپه وویشتل شوه چې ۴ عمله او ۵ د ملي اردو سرتیري په کې ووژل شول.

پرون سیمه ییز پاڅونوال عبدالغني علیپور چې په قوماندان عليپور مشهور دی ازادي راډیو سره خبرو کې دا پیښه توجیه کړه، ځکه د ده په وینا جنګي حالت کې شوې ده.

د ارګ په ګډون بېلابېلو چارواکو پر پېښې غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې له عاملینو سره به یې جدي چلند وکړي.