د غور د تېورې ولسوال د ماین په چاودنه کې ووژل شو

د غور ولایت د تېورې ولسوال محمد رفیق اعلم

د غور ولایت د تېورې ولسوال محمد رفیق اعلم د ماین په چاودنه کې ووژل شو.

د تېورې امنیه قوماندان حبیب الرحمان ملکزاده ازادي راډیو ته وویل، ولسوال د ده پر موټر د نښلول شوي ماین په چاودنه کې هغه مهال ووژل شو چې له کوره دندې ته پر لاره و.

د غور د ولایت ویاند زلمي کریمي هم پیښه تایید کړې ده.

د غور چارواکي وايي، چاودنه د تیورې لرې پروت عاشقانو کلي کې شوې نو ځکه یې په اړه ډېر معلومات نه لري.

دوی دا د طالبانو کار بولي، خو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.