سوله؛ افغان دولتي پلاوی د مسکو له غونډې بېرته راستون شو

د مسکو غونډې لپاره افغان پلاوی

د افغانستان د دولت پلاوی تېره شپه د مسکو له غونډې بېرته راستون شو.

د پلاوي مشر او د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله ویلي، د روسیې، امریکا، چین او پاکستان ابتکار به د جګړې د پای ته رسولو لپاره مهم ګام وي.

ده پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دې غونډه کې د سولې بهیر پر چټکتیا او له رامنځته شوي فرصته په استفادې او ورته نورو مسایلو خبرې شوي دي.

بل لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د سولې په اړه په مسکو کې وروستۍ غونډه مهمه وبلله.

د دغه وزارت ویاند زاهد حفیظ چوهدري، پرون په اسلام اباد کې یوه کنفرانس ته وویل، افغانستان کې سوله د خلکو او د سیمې د پرمختګ خوب په واقعیت بدلوي.

د دغې غونډې په یوه اعلامیه کې کوربه هېواد روسیې او دغه راز د امریکا، چین او پاکستان استازیو افغانستان کې د سولې او سملاسي اوربند غوښتنه وکړه.