د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر وایي، له دندې د کورنیو چارو د وزیر مسعود اندرابي ګوښه کېدل د ده او محمد اشرف غني ترمنځ د سیاسي هوکړې خلاف کار دی.
عبدالله عبدالله په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا پریکړه عجولانه وه او له ده سره پرې هېڅ سلا نه ده شوې.
ولسمشرۍ ماڼۍ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
له دې مخالفت سره-سره د افغانستان د کورنیو چارو نوي سرپرست وزیر حیات الله حیات نن شنبه (د کب ۳۰مه) خپله دنده پيل کړه.
ښاغلي حیات وویل، په بېلابېلو ولایتونو کې د والیتوب پر مهال له امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه پولیسو سره نژدې پاتې شوی او ستونزې ښې ورته معلومې دي.
دی وايي: "د دوی ټولې سرښندنې او ستونزې مې له نژدې لیدلي دي، له سربازه تر قوماندان او جنراله او د جنګ له لومړۍ کرښې نه تر وزارته ټولې ستونزې راته معلومې دي، هڅه به وکړم چې ستاسې په همکارۍ دغه پرتې ستونزې ټولې حل کړم."
ولسمشر پرون د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو ته حیات الله حیات او یاسین ضیا د سرپرستانو په توګه معرفي کړل.