بلخ کې د نوروز جشن د لمانځنې لپاره ګډ امنیتي پلان ترتیب شوی

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د بلخ ولایت امنیه قومانداني وايي، د نوروز جشن د لمانځنې لپاره ګډ امنیتي پلان ترتیب شوی دی.

د دغې قوماندانۍ ویاند، عادل شاه عادل ازادي راډیو ته وویل، د دې پلان له مخې د مزار شریف د امن لپاره ځانګړي تدابیر په پام کې نیول شوي دي: "نهايي هڅه مو دا ده چې له نورو ځواکونو سره په همغږۍ په خوندي ډول د جشن د ترسره کېدو او په بلخ کې د مېلمنو او عزیزانو د خوندیتوب لپاره چمتووالی ولرو. ځانګړي قطعات، ۸۸۸ قطعه، د عامه نظم کنډک د دښمن د خصمانه حملو د شنډولو لپاره په پام کې نیول شوي دي."

ښاغلي عادل وویل، د احتمالي حملو د شنډولو په نیت د روضې شریفې په شا او خوا کې په منظم ډول پراته کورونه او اپارتمانونه تلاشي کېږي.

په بلخ کې د هر لمریز کال په لومړۍ ورځ د ۴۰ ورځو لپاره د نوروز مشهور جشن لمانځل کېږي. تېر کال دا جشن د کرونا وبا د خپرېدو له امله ترسره نه‌شو.