نوي ډیلي ته د اسټن سفر؛ هندي چارواکو سره د اړیکو پر پیاوړتیا غږیږي

د امریکا د متحدو ایالاتونو دفاع وزیر، لوېډ اسټن

د امریکا د متحدو ایالاتونو دفاع وزیر، لوېډ اسټن له هندوستان سره د اړیکو پیاوړتیا لپاره پرون جمعه (د کب ۲۹مه) مازیګر نوي ډیلي ته ورسېد.

تمه کېږي چې په دې سفر کې د هندوستان د ملي امنیت له سلاکار اجیت دووال او نورو هندي چارواکو سره خبرې وکړي.

د دواړو لوریو په خبرو کې به په سیمه کې د چین د نفوذ، د هندوستان او امریکا ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او د پوځي همکاریو موضوع شامله وه.

هندوستان په پام کې لري چې له امریکا ۱۵۰ جنګي جټ او په لسګونو نورې بې پېلوټه الوتکې وپیري.

لوېد اسټن د جو بایډن په اداره کې لومړنی جګپوړی چارواکی دی چې هندوستان ته سفر کوي.