ملګري ملتونه: بېلاروس کې د بشري حقونو پر مدافعانو فضا تنګه شوې

د ملګرو ملتونو ځانګړې راپورټره مري لاولر

د ملګرو ملتونو یوې ځانګړې راپورټرې په بېلاروس کې د بشري حقونو د مدافعانو د ځپلو په اړه اندېښنه وښوده.

مري لاولر پرون جمعه (د کب ۲۹مه) په یوه اعلامیه کې وویل، په بېلاروس کې د بشري حقونو پر مدافعانو فضا ډېره تنګه شوې ده.

هغې ویلي چې پر دفترونو چاپې اچول، د بشري حقونو د مدافعانو نیول کېدل او له کارونو د وکیلانو راګرځول په بېلاروس کې په عادي چاره بدله شوې ده.

د تېرې اګسټ میاشتې د ولسمشرۍ تر ټاکنو وروسته چې په نتیجه کې یې الکساندر لوکاشینکو ځان ګټونکی اعلان کړ، په بېلاروس کې نږدې هره ورځ مظاهرې کېږي.

راپورونه وايي، له هغې راهیسې تر ۳۰زرو ډېر کسان نیول شوي، په سلګونو نور ډبول شوي او ځینې وژل شوي دي.