نړیوال بانک افغانستان، بنګله دیش او نیپال کې د کرونا ضد واکسین تمویلوي

افغانستان کې د کرونا واکسیناسیون

نړیوال بانک اعلان وکړ چې په افغانستان، بنګله دیش او نیپال کې د کووېډ- ۱۹ ضد واکسین تمویلوي.

په نړیوال بانک کې د افغانستان د څانګې مشر هنري کرالي ویلي چې د افغانستان لپاره ۱۱۳ میلیونه ډالره په پام کې نیول شوي چې ۶۰ میلیونه ډالر یې د نړیوال پراختیایي سازمان له خوا ورکول کېږي.

د ښاغلي کرالي په خبره نړیوال بانک د افغانستان له حکومت او خپلو متحدینو سره یوځای د کووېډ- ۱۹ ناروغۍ د درملنې او ټېسټونو د شرایطو د ښه کېدو لپاره کار کوي، څو د افغانستان روغتیایي سیستم پیاوړی شي.

نړیوال بانک ویلي چې دا اقدام واکسین ته د میلیونونو افغانانو د لاسرسي لپاره ډېر مهم دی.

په عمومي ډول نړیوال بانک په مخ پر ودې هېوادونو کې د کووېډ- ۱۹ ناروغۍ د درملنې، ازموینې او د واکسین د ویش برخې ته ۱۲ میلیارده ډالره ځانګړي کړي دي.