هرات کې سختو بادونو ۴ کسان مړه او لس نور ټپیان کړل

د افغانستان په نقشه کې د هرات ولایت

د سختو بادونو له کبله نن جمعه (د کب ۲۹مه) په هرات ښار کې څلور کسان مړه او لس نور ټپیان شوي دي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شیرزي ازادي راډیو ته وویل چې د سختو بادونو له کبله د ونو او دیوالونو د نړېدو له کبله دغو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړی وایي، په مړو کې یوه ښځه او درې نارینه دي.

ښاغلي شیررزي دغه راز وویل، درې ماشومان، دوې ښځې او پنځه نارینه ټپیان دي چې حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي.