افغان چارواکي: فاریاب کې ۳۰ طالبان وژل شوي

ارشیف، فاریاب کې افغان امنیتي ځواکونه

افغان پوځي چارواکي په فاریاب ولایت کې د څلورو هوایي بریدونو په ترڅ کې د نژدې دیرشو وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي.

په شمال کې د شاهین قول اردو په یوه اعلامیه کې چې نن جمعه (د کب ۲۹مه) خپره شوې راغلي، دا هوایي بریدونه تېره ورځ د فاریاب د قیصار ولسوالۍ په اړوندو سیمو د وسله والو طالبانو پر مرکزونو شوي دي.

اعلامیه زیاتوي چې دې بریدونو کې ۱۷ نور طالبان ټپیان شوي دي.

د اعلامیې له مخې وسله وال مخالفینو د دغو پرله پسې بریدونو په نتیجه کې د قیصار ولسوالۍ له مرکزه شاتګ کړی او د کلیو د تصفیې لپاره د افغان امنیتي ځواکونو له خوا کور په کور تلاشۍ رواني دې.

طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.