ننګرهار کې ۸۰ کیلوګرامه نشه يي توکي نيول شوي

ارشیف

په ننګرهار ولایت کې اتیا کیلوګرامه نشه يي مواد او زرګونه 'ټابليټ کا' نشه يي ګولۍ ونيول شوې.

د ننګرهار ولایت امنيه قوماندان جمعه ګل همت رسنیو ته وويل، لومړي عمليات چې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د حوت د میاشتې په ۲۷مه نېټه په خوګياڼو ولسوالۍ کې ترسره کړل، په نتيجه کې يې په يوه کور کې ۴۷ کيلوګرامه هيروئين ونيول شول.

دوهم عمليات چې په مومنددره کې وشول، په نتيجه کې يې ۸۱۰۰ ټابلیټ کا ګولۍ ونيول شوې او د درېيمو عملياتو په نتيجه کې له يوه موټره ۱۷ کيلوګرامه هيروئين ترلاسه شول.

د دې قضیو په تړاو درې تنه هم نيول شوي دي.