په ۲۱ ولايتونو کې د نشه يي موادو ۵۵ خرڅوونکي ونيول شول.
د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين ازادي راډيو ته وويل، پولیسو د افغانستان په ۲۱ ولايتونو کې عمليات کړي چې په نتيجه کې يې د نشه يي موادو ۵۵ خرڅوونکي له ۳۰ کيلوګرامو نشه يي موادو سره نيولي دي.
دا نشه يي مواد هيروئين، ښیښه، ټابلیټ کا ګولۍ، تارياک او چرس دي.
د نيول شوېو تورنو کسانو دوسيې له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز څارنوالۍ ته استول شوي دي.